خصلت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55191
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2013-05-21


زړه کې يوازې محبت لرمه
د اينې غوندې خصلت لرمه
پښتو دې وي او تربګني دې هم وي
هوخو د جنګ نه زه نفرت لرمه
ورته د زړه سره خپل سر وبخښم
ميلمه ته دومره سخاوت لرمه
په خپلو بدو شرمينده شي خپله
په رقيب داسې شرافت لرمه
چې په اټک دې کړم مين خاونده
پوره ايمان اوس سلامت لرمه