تور اوربل مې تار په تار دې چیرته لاړې
زړه مې تا پسې بیمار دې چیرته لاړې
صداقت غورځنګ
زه دا ستا په لټون سریم ای جانانه
رانه پاتی هریو کار دی چیرته لاړې
زبیح الله اندړ
په راتګ می درته توره شپه سبا کړه
ته رانغلی ستوری شمار دې چیرته لاړې
جابر منظر
ما په سپینه خوله اقرار درسره وکړو
چه له تا مي ځواني جار دي چیرته لاړي
شاه مجبور
لاخوژوند دجنتونوتصوردی
لاځوانی ده لابهاردی چیرته لاڑی
عبدالرحمن غضری
ما ویل دواړه به یو ځای پری حمله وکړو
د رقیب سره مې کار دې چیرته لاړې
نصیرالله نصرت
په ژړا ژړا مې سترګو کې نم وچ شو
نن د وخت پر ما ګذار دې چیرته لاړې
صداقت غورځنګ
ستا ديدن ته مي شوي توري سترگي سپيني
زره مي تا پسي بيمار دي چيرته لاري
موسی خان ارمغان نیازی
نه ابئ نه مي دادا شته بیا به راشي
:زر راځه چه نن دي وار دي چیرته لاړی
شاه مجبور
ژوندون ارمان مې ژوند کې پوره نشو
ټول ژوندون زما په دار دې چیرته لاړې
نصیرالله نصرت
زړه مې تانه په هیڅ وخت کې نه صبریږی
زړه ستې می په انګار دې چیرته لاړې
جابر منظر
ځوانیمرګه د ځوانې جذبي دې ښایه
د رقیب په ما ګذار دې چیرته لاړې
نصیرالله نصرت
که جانان راسره بد کړي پروا نیشته
: زما هسي نصیب خوار دی چیرته لاړي
شاه مجبور
خو تا خپله ویل خمار یمه ملګریه
، راشه دې کوڅه کې بار دې چیرته لاړې
ساده ملنګ
r شپه په ویښه تیروم سترګی می سری دي
بي خوبي دمیئن کار دی چیرته لاړي
شاه مجبور
داجل ملکه خواکی راته ناسته
نن نوبت زما د داردی چیرته لاڑی
عبدالرحمن غضری
سر تر پایه شوم ایره لوګي مې نشته
د پښو لاندې مې انګار دې چیرته لاړې
صداقت غورځنګ
راځه یاره لږ دمه شه خداې به خېر کړي ،
زمونږ هسې م نصیب خوار دې چیرته لاړې
ساده ملنګ
ټول شپه می ورته سوال د بوسی وکړ
شپه رڼا شوه شین سهار دې چیرته لاړې
جابر منظر
ګوره ځانله به مې نه پریږدې رقیب ته
زما په تا ډېر اعتبار دې چیرته لاړې
ساده ملنګ
په وطن مو د بمونو باران اورې
هر طرف غوبار غوبار دې چیرته لاړې
نصیرالله نصرت
چی لیمی می ستالی حسنه بینواشوی
وران ویجاڑ می دزڑه شاردی چیرته لاڑی
عبدالرحمن غضری
ته راځه داسې لږ نور به مخکې لاړ شو ،
دلته مخکې هم یو ښار دې چیرته لاړې
ساده ملنګ
دلته مینه مینه نشته تش وعدې دې
دلته هر یو جفا کار دې چیرته لاړې
صداقت غورځنګ
دا هجران لکه خامار دې چیرته لاړې
زما خوار زړګې یې ښکار دې چیرته لاړې
ساده ملنګ
شپه او ورځ مې کړاوې ارام مې نشته
رانه تاو د غم خامار دې چیرته لاړې
صداقت غورځنګ
راشه بیا یی دبنو په غیشو غوس کڑه
غضری ستاگناهکاردی چیرته لاڑی
عبدالرحمن غضری
وخ پرون مي يار په ډکه خوله را غږ کړل!
اې له تا سره مي کار دي چيرته لاړې
حمبدالله فطرت
ساده ! شعر خو ه پر وار راسره وايې
راشه اوس دي د بيت وار دي چيرته لاړي
حمیدالله فطرت
اباسین غوندی چپی دی وهل یاره
اوس چه زه یم گرفتار نو چیر ته لاړې
حیات الله نیکمل
ھغہ دکلی شڈل بڈل زلمی نن
راشہ واکمن دٹول خار دی چیرتۂ لاڑی
محراب ګل مخلص
هرټاټوبی دخپل ځوان پرمټ اباد دی
ـ ملک دې هاغسې ویجاړدی چېرته لاړې
نصرت الله حاصبزاده
داسې ورور داسې پښتون به سړی څه کړي
ورور پښتون دې خوارو زار دې چېرته لاړې
نصرت الله حاصبزاده
.
زه پوهیږم چې په تاده سخته ډېره ـ
خوسختۍ کې کار په کاردی چېرته لاړې
نصرت الله حاصبزاده
که کولی شې نو پس وطن ته راشه
ـ ورور دې ډېردرته په قار دی چېرته لاړې
نصرت الله حاصبزاده
په سلګو سلګو کې وایې غورځنګ څه شو
روح مې تلو کې په ګفتار دې چیرته لاړې
صداقت غورځنګ