زخمي مرجان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55299
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2013-05-28


دانه يې تېره کړه او د ټوپک شپېلۍ يې دزخمي مرجان پر سينه کېښوده مرجان هيڅ غږ نه کاوه او چورت وړی و جلاد ور غږ کړ : د مرګ هيبت څنګه ګونګ کړې ، ټول دوه درې دقيقې ژوند دې پاتې دی وايه کوم چورت يوړې ؟
 مرجان په خبرو راغلو ويل يې وه مې وژنه زه هيڅکله له مرګه نه وېرېږم زه په مرګ ايمان لرم ، څه دستا د لاسه څه پخپله او څه د بل دلاسه مرګ حق دی او راځي به ، د دوذخ نه هم نه وېرېږم ځکه چې ګنهګار يم خو مسلمان هم يم شکر ګناهونه به ستا له برکته خدای راوبخښي او د شهادت په بدل کې به جنت فردوس راکړي، خو چورت دې ته وکړی يم چې ستا ظلم به زما مور سرتورې کړي، ستا دا ناروا عمل به زما يوه لپه نازولي بچي خوار او بې سيوري کړي او ستا دا ظلم به زما پتمنه ميرمن بې سيرته او بې عزته کړي . اولاد به ترې نفقه غواړي او هغه به د نفقې دپاره خپل عزت قرباني کوي ځکه چې فقر او ولږه انسان کفر او فحشا ته راکاږي ٠
 ای کاش چې ما ميرمن ، مور او بچي نه درلودلای ظالمه ستاپه دا يو ډز به زما څو نسله د تعليم او تربيي نه بې برخې او بې سرپرسته شي اوس نو ډز کوه چې زړه دې سوړ شي او ددې وطن بنيادونه ونړيږي٠