غمی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55328
محمداسمعيل يون
دخبریدو نیټه : 2013-05-29

 

 

 دا د جهل يخ مې ويلې کړه په سر کې
 خدايه! ډوب مې کړه د اور په سمندر کې
 ما د ژوند په نوم شېبه نه ده څکلې
 پام چې دا راته حساب نه کړې محشر کې
 دا بې روحه حس مې لږ په خوځېدو کړه
 سره سکروټه مې راټينګه کړه وزر کې
 هره شپه د شمشاد زړه کې هوسۍ ولي
 هره شپه ښکاري ولاړ وي په خيبر کې
 هره ورځ فتوا د خدای(ج) له کوره خېږي
 هره ورځ وينه پرته وي په ممبر کې
 هر ښامار چې هوس راوړي تر دې ځايه
 غاښ يې مات شي يا په لر او يا په بر کې
 هغه سر په سر کې کله حسابېږي
 چې د سر خطر يې نه وي په خطر کې
 که مې رانه وړ، زره زره مې سېزه
 ته د مينې غمی کېږده راته لمر کې.

۱۳۹۲- جوزا- ۶
 کابل