تـه په خنـدا ، زه بـه کـؤمه پـه سلـګـو خبـري
زه خـو ژړا يمه ، کـؤمه پـه ليـمـو خبـري
د پيغـلـتوب کيسه کـراره لـه وږمو شروع کـړه
لـکـه د شـکوڼ د واره مه کـړه په اغزو خبـري
لـه ډيـري مينـي پـدي چـم کـې خـامـوشـي خوره وه
دلـتـه کـؤلـي هر سـړي پـه اشـارو خبـري
دا ودان کـلـې ، سـره غرمه او ستا بـدلـه لهجـه
دلـتـه چـې ځـې راځـې کـؤي به پـه پښتـو خبـري
د خـُلـې ګـذار د لا تـر اوسه هم ناسور دي په زړه
پـام چـې ؤ نـه کـړي پـه کـږو کـږو بڼـو خبـري
لـه تيـري ژبـي يې احمده دومـره نه ډاريـدم
خـو ډاريـدمـه چـې ؤ نـکـړې پـه لاسـو خبـري