پاچابه ځنګه شي غمخور دخلکو
چې واک ته نه رسي په زوردخلکو
زړه کې احساس لکه اوبه لرمه
له خلکو تورنه شو په توردخلکو
ترې نه خپلواک فکرونه وڅڅیږي
چې هسک سرونه شي نسکوردخلکو
مړه په خطا شي د قاتل له قوله
نوردژوند نشته دلته پور دخلکو
پاچا موخوب ویني دځان لپاره
چې راویښیږې نه په شوردخلکو
بادیږي هرلور زهرجن فکرونه
زخمونه څنګه شي ټکوردخلکو
دخپل ضمیرپرېکړې ته غوږ ونیسه
(حسنه) څه اوري پیغوردخلکو