لکه چی ګل منځ د اغز یو کښی اوسي -
د ژوند راحت په تکلیفوو کښی اوسي -
اغزي چی ډ یر وی څانګی ښه ښکاریږی -
صد برګ ګلان داسی شاخچو کښی اوسي -
که راحت غواړی نو زحمت اوباسه -
ښایسته غمي په لویو غرو کښی اوسي -
چی دی خرما او هم ثواب شی نصیب -
د زړو ارام نیکو کارو کښی اوسي -
ژوند په غزت او په حرمت مزه کا -
غزت د علم د رجو کښی اوسي -
ځوانا نو لږ کو شش د علم وکړۍ -
علم د پوهی مرکزو کښی اوسي -
بی له تعلیمه ژوند مشکله ښکاري -
لکه ما هی چی تل اوبو کښی اوسي -
بچیا نو لږ د رته همت پکار دی -
دا ملک به څو پوری تیارو کښی اوسي -
()