داوداسه لومړی فلسفه
داوداسه مفهوم دادی چې صرف هغه اندامونه پریمنځل شی په عام ډول سره وخلکوته ښکاره کيږی، نبی کریم صلی الله علیه وسلم د(اشتمال صماء) یعنی یوسړی یوه ټوکرداسی پرځان راتاوکړی چې لاسونه اوپښې ئې ښکاره نشی، له دې څخه ئې منع کړیده، داځکه چې دادیوې مهذبې ټولني څخه خلاف کاردی.
له دې څخه علاوه دااندامونه چې ښکاره کيږی پردې غړوباندی ګرځ اوغبارلویږی، نوځکه چې ددې اندامونه پریمنځل اړین دی اوبل داچې په اوسنی وخت کي یوڅوک چې وپاچاته ورځی نوخپل مخ اولاسونه پریمنځی اوداعارګڼی چې چټل ورشي نوځکه ددې پریمنځل اړین دي.
وبل لورته کله چې یوسړي له خوبه راکښینی نودخوب داثردله منځه وړلولپاره مخ اولاسونه منځی، دغه شان که یوڅوک بې هوښه شی طبیبان ئې پرمخ اوسرباندی اوبه پاشي، که یوڅوک زیات اسهال شی، جریان ئې شوی وي، یادیوې میرمنی څخه زیاته وینه تللې وي نوطبیبان دهغو دتازګې لپاره اوبه پرپاشي، نوځکه اودس کول یواړین کاردي.
داوداسه روحانی اغیزې:که سړی صاف اوپاک وي نوهغه ته دملائکوقرب حاصل وي، اوبرعکس شیطانان ورڅخه لیری کيږی، اودپاکۍ خیال نه ساتل دقبردعذاب سبب ګرځي.
حجة الله البالغه، لومړی ټوک، پاڼه ۳۸۱، لیکوال حضرت شاولی الله دهلوی رحمة الله علیه.
داوداسه دوهمه فسلفه:
واوداسه ته طهارت صغرا(کوچنی پاکي) هم ویل کيږی، چې په دې کي ځینی اندامونه پریمنځل کيږی، چې دااندامونه په ګناه کولوکي په تیزی سره هرڅه کوي، نوددې دپریمنځلوڅخه موخه داده چې که چیری دې اندامونوګناه کړی وی اودس ددې اندامونوتوبه ده، چې داددې اندامونو دپریمنځلوباطني فلسفه ده؛ داچې ولی ددې اندامونه په پریمنځلوکي ترتیب دی داځکه چې هغه اندام چې په ګناه کولوکي مخکي دی هغه مخکي پریمنځل کيږی اوچې په دوهمه درجه کي دی هغه بیاپریمنځل کيږی اوهمداسی ترپایه پوری، دبیلګې په ډول سره داوداسه په فرضوکي لومړی مخ ذکرشوی دی، چې په مخ کي خوله، سترګې اوپزه ده، اوترټولولومړی خوله ده، چې په ګناه کي ترټولومخکي ده، اودکفرکلمه وایی، په دې سره غیبت کيږی، چغلخوری کيږی، ښکنځل کيږی، فحش خبری په کيږی، اوداسی نور...
نوچې خوله پریمنځل کيږی نودخولې دګناهونوتوبه ده، چې پزه پریمنځل کيږی نودادهغوشیانوتوبه ده چي حرام شیان ورباندی بوی شوی وي، ددې څخه وروسته لاسونه ذکرشوی دي، چې کله خوله یوڅه ووایی نولاسونه ډیرژرورباندی عمل کوی، نوځکه دلاسونوپریمنځل دلاسونوتوبه ده؛ داچې دلاسونوڅخه وروسته دسرمسح ده داځکه چې هرڅه چې خوله کوی دادسرپه اشاره، نوځکه سرهم په ګناه کي دخیل دی اوپوره ونډه نلری نوځکه یی په مسح باندی کفایت وکي، داچې کله په غوږونوباندی کله بیله قصده څه ګناه کيږی نوځکه دغوږولپاره توبه هم هوساده اوصرف په مسح باندی کفایت کوي، داچې خولې څه وویل اوپښې ئې وعمل وځای ته ځی نه ځکه پښې پریمنځل دپښوتوبه ده، اوددوی کارپه مسح سره نه کيږی.
نوربیا...
په اسلامي پاکه مینه ستاسوورور
عبدالغفارجُبیر