ضرورت نشته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55414
اټک يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2013-06-04


د دولت او د دنيا ضرورت نه شته
ستا نه پرته بل زما ضرورت نه شته
دغه دوه نسخې مې ډېرې کارولي
د طبيب او د دوا ضرورت نه شته
ستا د مخ کتل دې خدای را ته معاف کړي
د کوم بلې څه ګنا ضرورت نه شته
دم دعا مې خپله زده ده ګوره شيخ يم
د تعويذ او د ملا ضرورت نه شته
زه په ځان باور لرم په سا مې نه شته
که نن راشې د سبا ضرورت نه شته
اټک سپين و خو تورونو باندې تور شو
په غريب اوس د خندا ضرورت نه شته