وګوره ساقي چې رندان چېرته ځي ؟
ډک د میو جام دی مستان چیرته ځي؟
خیږي زولنو نه شرنګاشرنګ څه مست
بیا د لیونیو کاروان چیرته ځي؟
ږغ د تسبو ورک دی په جامونو کې
پوه شوم چې په شپو شپو شیخان چیرته ځي
بیا دیار کوڅه کې دي قطار زړونه
دا د سر و سکروټو توفان چیرته ځي؟
لاره ئې کږه زمونږ له مېنې کړه
بیا دا مرور بهاران چیرته ځي؟
لاس اوګریوان وینمه تل شپه او ورځ
دا سره د ښمن دوه یاران چیرته ځي؟
کور د زړه مې جوړ کړ په نامه ورته
وئې پوښتۍ یارانو جانان چیرته ځي؟
ګرد ئې د سفر چې کله پاک نه شو
دغه ستړی سوی ارمان چیرته ځي؟
جګه چې غوغا ئې وه په هر لوري
اوس دددې وطن شنه زمریان چیرته ځي؟
زړه مې چا په خوا پورې ونه نیوه
وڅاري چې اوس دا افغان چیرته ځي؟