ته که یي وران کړې زه یي نه ورانوم
زما دا کلی د خاپوړو کلی
ماته یې مینه د ادې راکړې
ماته یي ننګ ماته غیرت ښوودلی
ماته غیور یي د پښتو راکړی
زه یي ماشوم کړمه رالوی په غیږ کي
ما یي کوڅو کي پالي پل اخیستی
ته که د خپل کلي کوڅي ورانوې
ته د خپل پلار زړې ریښې ورانوې
ته به یې څنګه اوس په قدر پوه شې
ته خو را لوی د بل تر لاس لاندي شوې
ته د مظلوم ملت پر حال نا خبر
ته یي د وینو قیمت نه پېژنې
ته د خپل ځان ارزښت هم نه پېژنې
تا د بل لوښي کي ډوډۍ خوړلې
ډیر وفادار یي اوس مې ومنلې
چي هیڅ خوړلی نمک نه هیروې
خود به دا کلی په مرمیو ولې
خود به دا میندي ژړوې نن دلته
تا خو د مور مینه لیدلې نه ده
تا په سلګو کي هم کتلې نه ده
د بل د مور به څه عزت وکړې اوس
تا خپله مور لا پېژندلې نه ده
چي سرتوره په ژړا ژړا کي
سهار ماښام له خدایه تا غواړي
راشه د مور له میني خوند واخله
راشه له دې وران کلي پند واخله
راشه پخلا شه نوی ژوند واخله
له دې مظلومو نه دعا واخله
خالي جسد ته نوې ساه واخله
راځه زلمیه ! او ټوپک دي پریږده
خپله ابوۍ دي انتظار کي ناسته
دا ستا راتلو ته نن په لار کي ناسته
ته لاروی په دغه لار راشه
زه به هم مخي ته ډولونه دروړم
دا ستا راتلو ته به سازونه در وړم
یو ځل به بیا غاړه غړۍ شو سره
یو ځل به بیا یوه کړۍ شو سره
د کلي وران مسجد به بیا جوړ کړو
او پاک الله ته به زارۍ وکړو
که ستا تیر شوي ګناهونه درته
ددې ولس ټول پرهرونه درته
ستا په زاریو درته ټول وبخښي
ستا په خواریو درته ټول وبخښي
ستا په سلګیو درته ټول وبخښي
ستا په زګرویو درته ټول وبخښي.