ګلونو ماشومانو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55443
محمد داود ناظم
دخبریدو نیټه : 2013-06-05


د نن وړو ګلونو، سبا ورځې ځوانانو!
ګلونو ماشومانو، ګلونو ماشومانــــــو!‎
دا ستا وړې وړې ګلې - له شاتو نه خوږې ګلې
شــــــکرې راوتې ګلې - خبـــــرې په مزې ګلې
کېږدئ جان قدم ناهيد په لارو د ملالو
ګلونو ماشومانو، ګلونو ماشومانـــــو!‎
ستا په وطن مينه ګله - زړه کې تکه سپينه ګله
ډېره نازنيـنــــــه ګله - ښــــکاري ګلورينه ګله
فطري ايمان مو وينم په زړونو کې ګلانو
ګلونو ماشومانو، ګلونو ماشومانــــــــــــو!‎
سم کتاب قلم په مينـــه - زړه کې ساته سپوږمۍ سپينه پرمختګ خوبونه وينه - لمر شه پورته آسمان شيــــنه
 دې ښکلې زانګو کې د نړۍ زانګئ ګلانو ګلونو ماشومانو، ګلونو ماشومانــــــــــــو!‎
 وي سلام د پلار او مور ته - هم يې ورور او هم يې خور ته
هم کاکا او هم يې ترور ته - هم عمه او کلي کور تــــــــــــه
جوړ کړئ له بچو نه غزنوي او اکبر خانو
ګلونو ماشومانو، ګلونو ماشومانــــــــــــو!‎
ګرانو مشرانو د وطن - کينې ته واچوئ کفــــــن
استعدادونــــه د ميهن - روزئ بچي مو په چمن
کړئ ناظم بچي مو په ټولنه بزرګانو
ګلونو ماشومانو، ګلونو ماشومانـــو!‎
په مينه