ولاړپرکوریه پېرداروي دغه نه دئ ژوندون
تل دهرچا ورسره کاروي دغه نه دئ ژوندون
موږغریبان دشپې ویده شو ترسهاره پورې
ماړه خو ټوله شپه په ډاروي دغه نه دئ ژوندون
ازادي داده چي نه غل او نه دښمن درپسې
څوک چي ددغو دواړوښکاروي دغه نه دئ ژوندون
ته به له ده نه ځواب غواړې خو دده په ځای کې
دده چمچه سر په ګفتاروي دغه نه دئ ژوندون
په شتمن زړه کې وهم ځای نیسي نوځکه هغه
روان تنها کله پرلاروي دغه نه دئ ژوندون
عمری خړ دخاورو کور وي دسخا دسترخوان
دهسک منزل کله دا کاروي دغه نه دئ ژوندون
۰۰۰۰۰
په درناوي
سهیلی پښتونخوا مسلم باغ