جوړ می په چشمانو کی د سرو وینو ډنډونه شول
تا پسی می یاره جوړ له اوښکو نه سیندونه شول
اوښکی می جاری دی نه تم کیږی غم اخیستی یم
جوړ می نور له اوښکو نه پرمخ ناسور زخمونه شول
څومره آرمانی دی د فانی دنیا ژوندون ګوره
څوک په ژوند ژوندی دی په چا قحط دیدنونه شول
دا غمیزی نن سبا چی ګورمه حیران یمه
مړې د ژوند ډیوې شوی بیا تورتم او ماښامونه شول
ای د اجل غشیه، څه زسا شان ګذارونه کړی
ښه ځوانان دې ویشتی ترینه ډک تور لحدونه شول
ښه بده د ژوند له نیک عمل پورې تړلی ده
څوک په عزت مړه شول، چاته جوړ بد پیغورونه شول
څه پیښی راوشوی، څه به کیږی نه پوهیږمه
چاشملی کړې لوړې څوک باطل ته ټیټ سرونه شول
وای دا عارف، آخر غمونه به دی زوړ کاندی
مخکی دی څوځلی چی خالی دا ډک کورونه شول