دجنت حورې شهید کړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 5552
رحیم گل څاروان
دخبریدو نیټه : 2006-02-05

 

 

داسې ښایسته او شنه منظره یې پدې ارته نړۍ کې چې دژوند دیرش کاله کیږي گرځیدلی وه، نه وه لیدلې.

هر ډول گلان یې ترسترگو کیدل نرگسو، گلابونو او څورنگه گلانو ورته هوا عطرورینه کړې وه. باغونه او باغچې دومره ډېرې وې چې لیده ورته گران کار شو داسې باغونه ول چې له میو ډک ول. انار، انگور، مڼې، اوزیتون خواره واره دونو په څانگو کې خوړو ته چمتو ول.

دمحمود په زړه وروگرځیدل چې څنگه، چا او دڅه لپاره داسې دنیایي جنت ته راوړل شوی؟

یو څو گامه وړاندې داوبو یوه وړوکي ځړوبي ته یې پام شو. پاکې او رڼې اوبه له پاسه لاندې داسې پریوتې لکه غرڅه چې په غره کې په ټوپونو شي.

محمود حیران ولاړ وه داسې بريښيده لکه یو څه چې ترې تری تم وي اودی یې په لټه کې وي کله به یې بیا له ځان سره ویل محمود او پداسې ښکلي ځای کې .... محمود په همدې سوچونو اخته وه چې له یوه لوري غږ پرې وشو غږ دیوې ځوانې جلۍ وه شا ته یې وکتل کيڼ او بیا ښي لور ته.

 ناڅاپه یې مخ ته حوره ودریده دومره ښکلې وه چې هیڅ اټکل یې نشو کولای.

لوړه ونه، تورې غټې او بشاشې سترگې، نرۍ غاړه،مسکانده پیغله یې مخ ته ولاړه وه.

 دمحمود هو نه هر څه له یاده ووتل او ددې ښکلا ته حیرانۍ تش کالبوت درولی وه یواځې یې ورته کتی شوای نور هر څه یې له توانه لوړ وه.

حورې لومړی یوه نرۍ مسکا له سرو شونډو تیره کړه بیا یې محمود ته وویل مشره حوره دې په انتطار ده بیړه کوه او ځان ورورسوه. 

  څه؟ دمحمود له خولې ناڅاپه ووتل یعنې.. ته حوره نه يې بل څوک حوره ده. هغه له تا هم ښایسته ده.

"هو" حورې ځواب ورکړ.

او دایې هم ورته وویل چې زه دهغې نوکره یم.

محمود ته ښکلې حورې لار وروښودله او ورته یې وویل چې له ځنډ پرته ځان ور ورسوه.

محمود وخوځیده روان شو له ښکلې نوکرې چې یو څو گامه وړاندې لاړ. ځان سره يې وویل داسې نه چې تیر وستی به یې یم او چل یې راباندې کړی وي.

 

بیرته شاته راستنیده چې یوه ډله انجونې یې مخ ته راروانې وې. وې یې لیدې. تم شو غوښتل يې له دوی دا وپوښتي چې رښتیا هم چیرې مشره حوره شته..

ډله انجونې یې مخ ته ودریدې له محمود یې وپوښتل: تاسې محمود؟

محمود ورته ځواب ورکړ چې "هو" زه محمود یم.

محمود ته له لومړۍ نوکرې حورې نه ددې ډلې انجونې لا ښکلې ښکاره شوې زړه یې غوښتل چې له همدې ډلې سره پاتې شي.

خو انجونو ورته په یوه غږ وویل: بختوره ورځه پورته دمشرې حورې لورته.

"سمه ده" محمود په بیړه روان شو له ځان سره یې وویل: بس دامشره حوره به لا څومره ښایسته وي.

څو ډله انجونې پرمخ ورغلې له هرې یوې یې پوښتل تاسې مشره حوره یاست؟

خو دټولو له خولې د "نه" ځواب واته او دا به یې هم ورته ویل چې مونږ دمشرې حورې غلامانې یو.

"عجیبه غلامانې دي له سپوږمۍ او داسمان له ستورو ښکلې دي او وایي مونږ غلامانې یو"

دډېرو انجونو له لیدو یې زړه موړ شو دومره ډېرې وې لکه په اسمان کې ستوري.

له ځنډ مزل وروسته یوې کیږدۍ ته ورسید په څو رنگه رنگونو رنگ شوې کیږدۍ او بیا لا محمود ته بیخي نااشنا.

دکیږدۍ څنگ ته پرڅوکۍ یوه پیغله ښاپیرۍ ناسته وه محمود پرې لا له وړاندې سترگې ښخې کړې وې.

چې نیژدې ورغی نو ورته یې وویل زه محمود یم داده راغلم تا سې مشرې حورې غوښتی وم.

پرڅوکۍ ناستې پیغلې چې ده پرې دمشرې حورې گمان کړی وه ورته دانکارسر وخوځاوه ورته یې وویل مشره حوره دننه په کیږدۍ کې ده غږ پرې وکړه او دننه تگ اجازه ترې وغواړه.

محمود غږ وکړمشرې حورې زه محمود یم دننه کیږدۍ ته درشم.

مشرې حورې ورته ښه راغلې وویل محموده زه ستا یم او یوازې ستا.

ستا لپاره داکلونه په انتظار وم خدای دې راوله. زه به لږ نور هم صبر وکړم او ته هم.

سبا دورځې په دولس نیمو بجوخامخا ماته همدې کیږدۍ ته به راځې زه درته په انتظار یم ژمنه ده سبا دولس نیمې بجې.

خالد دمحمود مشر ورور پرمحمود غږ وکړپاڅه سبا دی لمونځ درنه قضا شوڅه په داسې دروند خوب ویده وې خالد پرمحمود یخ اوبه واچولې او دمحمود خوب یې وتښتوه.

محمود له خوبه پاڅیده زړه یې ستړی ستړی کیده یوه شیبه غلی ناست وه او دلیدلي خوب په ا ړه یې سوچ واهه دسوچ لړۍ یې دومره اوږده شوه چې دقیقې وخت یې ونیوه.

خالد مخامخ هندارې ته بریتونه په یوې پڅې قیچي جوړول او له ځان سره یې " مونږ مجاهدین دحق دلارې پتنگان یو- مونږمسلمانان یو- مونږه افغانان یو" ترانه زمزمه کوله.

محمود ته یې وویل والکه جگ شه لمونځ وکړه گوره قضا کوې یې.

محمود اوچت شو اودس یې وکړ او لمونځ یې پرځای کړ. دلمانځه تر ادا کولو وروسته خالد ته راغی دکورنۍ نور ټول غړي هم په خونه کې ناست ول دکور ټولو ته یې دخوب کیسه وکړه ټکي په ټکي یې کیسه وغزوله او دوعا یې وکړه خدایه مجاهدین پر روسانو بریالي کړي.

پلار، مور، وروڼو او خویندو یې دوعا ته امین وویلو.

 دمجاهدینو قومندان راغی پر محمود او خالد یې غږ وکړ راځئ چې نن دروسانو پر پوسته حمله کوو نور ټول مجاهدین تیار دي وسلې او مرمۍ درسره راواخلئ.

 محمود له مور او خویندو خدای پاماني واخیسته کلاشینکوف یې غاړې ته واچوله له قومندان او خالد سره یوځای بهر ته ووت او دمجاهدینو په قطار کې ودریده. 

قومندان صیب لږ په لوړ ځای وخوت او دجهاد پر ښیگڼو ، دشهادت او شهید پرمقام وغږید دجنت حورې یې یادې کړې چې جنت کې شهید ته په انتظار ناستې دي.

محمود ته بس خبرو خوند نه ورکاوه هر شیبه یې خوب سترگو ته نیغ دریده او کله چې قومندان شهادت او حورې یادې کړې دمحمود حوصله خو یې بیخي له منځه وړې وه دقومندان دخبرو پر مهال جگ شو نعری تکبیر یې وویل او دایې هم پرې زیاته کړه شهادت غواړو.

قومندان صیب امر وکړ راځئ چې نور خوځيږو له همدې سره مجاهدین دروسانو دپوستې په لور ورغلل لس بجې به وې چې جگړه ونښته جگړه اوږده شو مجاهدینو په میړانه وگټله روسان یې پسې واخیستل.

په مجاهدینو کې هم ډېر مجاهدین شهیدان شول او ځينې ټپیان شول مجاهدین چې دشهیدانو په راټولو لگیا ول. گوري چې دیوه کمره شاته محمود په وینو کې لوند پروت دی او شهادت ته په غیږ ورغلی. یوه مجاهد په خالد دمحمود دشهادت زیری وکړ.

خالد ورغی گوري ځوان محمود ورور یې دشهادت جام په سر اړولی او شهید شوی.

په غیږ کې یې ونیوه نور ټول مجاهدین هم راټول شوي وه خالد شهید محمود ته وویل شهادت دې غوښته دادې شهادت.

دمحمود جنازه تیاره شوه دکلي هدیرې ته یې جنازه یوړل شوه پوره دورځې دولس نیمې بجې وې چې خاورو ته وسپارل شو.

پلار، مور، خالد، وروڼه، قومندان او مجاهدو ملگرو ورته دوعا دقبر پر سر وکړه.