څانګه يم ګلونو سره ژوند کوم
ستا درنو غمونو سره ژوند کوم
هر درد سره هره ورځ راياده شې
څه ښکلو زخمونو سره ژوند کوم
يو زړه راته يو څه بل زړه بل څه وۍ
زه اوس د څو زړونو سره ژوند کوم
اوسي په کې ستا په شانتې څو هوسۍ
ځکه ددې غرونو سره ژوند کوم
زه به د اټک شم او اټک زما
دغه ارمانونو سره ژوند کوم