زغل می نظر کوي اشنا ستا د بڼو کلي کی
لکه ګلاب شومه دیره نور د اغزو کلي کی
تر تا ؤ نه رسيـدي ستا د پلونو نښي اشنا
هسی می لاره ورکه کَړَی د پردو کلي کی
ای ناخبره د دیدار پيرزو د ؤ نه کړلـه
زه خو دیره ومه نا ترسه په شپو شپو کلي کی
نن می انګړ کی نا اشنا غوندې میلمه راغلی
خندا وه لاره ورکه کړی د سلګو کلي کی
دا درته چا ویل چی خلک به تا په کاڼو ؤلی
رقیبه هيڅ وخت به سپک نه شی د درنو کلي کی
زه هغه ګل نه یم چی رنګ نلرم بوی نلرم
زه ټوکیدلی یم لينا د پښتنو کلي کی