پخـوا به کمـي وي اوس ښي ستـړي شـوی
ستـا په غمـونـو مې اوږي ستـړي شـوی
زما دی ستړې کـړل د زړه زخمـونه
قـاتـله يـاره ستا چـړي ستړي شوی
ظـلم د دومره لـه قيـاس وتـلـې
چـې په ليکلـو پرښتي ستړي شوی
د يو وجـود د يو منـزل په لـټـه
دا ټولـي لاري او کـوڅي ستړي شوی
ستا د راتګ هري شيبي ته په شمار
دا رڼا ورځي تـوري شپي ستړي شوی
د قسمت ورکـړه وي په ټنډه ياره
احمـده هسي می دا ښپي ستړي شوی