زړه می هسی راته وایی :
چی را پاڅم ،
ورشم ،
و خیژم و غره ته ،
بیا ور ږغ کړم لر او بره ته .
لوړ اواز باندی ناری کړم ،
په لړزه کلی کوڅی کړم .
ټوله پاڅوم له خوبه ،
او را ویښی پښتنی کړم .
ورته ووایم :
بیبیانو !
پوره نه شوه له ځلمیانو .
راشی !
وتړی ملاګانی ،
که پخی یاست که پیغلانی .
حالات دا درڅخه غواړی :
پر ځلمو مو تو کړی ناړی .
ژر سی !
و ژغوری کښتۍ مو .
کنه ځی پر ډوبیدو ده ،
د خوب وړو پښتنو ده .
ګوندی غره نه می اواز خپل ،
تر غوږو راشی انداز خپل .
چی پری پوه شم علت څه دی ؟
په مقصد می نه پوهیږی ،
که پښتون په خوب ویده دی .
یا را ویښ بی کړم له خوبه ،
یا به ځم تر لیونتوبه .
یا سر جنګوم له غره نه ،
یا یم تیر له پښتانه نه .
لکه مړې بی پروا دی ،
په پردی خیال و هوا دی .
پر پوړنی یی د مور نن ،
معاملی دی په هر لور نن .
کله نور خیالونه راشی ،
چی ځان واچوم له پاڼه ،
پدا شان تیر شم له ځانه .
ګوندی قبر می زیارت شی ،
شهیدان می ګوندی ستایی .
زړه می هسی راته وایی .
زړه می هسی راته وایی .
ډنمارک ـ ۱۶ / ۶ / ۲۰۱۳