ضد که دې پښتون وای ما به څه کول
زه که ستا مجنون وای ما به څه کول
ښه دی چې پنجره کې خدای بند کړی دی
زړه که مې بېرون وای ما به څه کول
شکر دی چې دلته هم عذاب شته لږ
ژوند که ټول سکون وای ما به څه کول
يو خوا که وطن وای بل خوا غيږ د مور
مينه که مضمون وای ما به څه کول
نن ښه دی اټک ښه سم پوخ شوی دی
دا غم که پرون وای ما به څه کول