موږدخپلو اوښکوله ډېوو رڼا اخیستې ده
بیرته مو د برم په نامه تللې سا اخیستې ده
داپیغام دي ورسیږي، دا ناره دي پورته سي
قام د خپلو وینو قیمتي بها اخیستې ده
یو ګل چي رژیږي؛ سل غوټۍ پرغوړېدو راځي
باغ د بیټ نیکه د تبرُک دعا اخیستې ده
کار د قبرکن او جنازې د ملاختم سو
سوله چي موکړې دا مو لو شِفا اخیستې ده
دوی نوڅه خبردي چي جنګ څه دی؟ درد او غم یې څه؟
موږ یو چي پرشا مو د اغزو منا اخیستې ده
خود به سترګي سوځي د حاسد خمار پرسته شېخ
موږ د عمرو تږو په سرو مینا اخیستې ده
ورور که مي ما وژني زماپرمرګ ترانې مه وایاست
وپوښتئ چي ده د کوم اسلام فتوا اخیستې ده
نه منم چي زړه یې وي ذره له محبته خلاص
چاچي یوه سا د خپل وطن هوا اخیستې ده.