د فلسفي شاعر او مفکر افغان؛ استاد راز محمد راز خدای پاماني مي پرزړه ډېري پوښتني بې جوابه پرېښوولې، ویرجن یې کړم او ارمانجن یې کړم. د داسي انسانانو حضور د انساني افکارو وده تامینوي او تلون یې د کمي احساس راته دروي.
څه وګړي په مثال د تورو شپو وي
څه وګړي ضرورت د تورو شپو وي
خو ترکومه ځایه چي یې د ورور؛ درانه عصمت زهیر څخه خبرېدلم؛ د استاد راز په وجود کي سا له ډېره وخته ناکراره وه، زهیر وو او رنځور وو، د اروښاد خبره مي په یاد سوه:
زه به خود د سرو غرموسختري وړمه
تاپرماسایه کرلې نه ده خدایه
هو ! دایې هم ویل
تاته ځکه زما د غم اندازه نه سي
تادخدای مینه لیدلې نه ده خدایه
ارواښاد استاد ته مینه، کورنۍ او ښاغلي زهیر ته تسلیت د لوی څښتن څخه غواړم.
کوریې سوکاله او ګوریې نوراني
هارون حکیمي / کابل