دمور دورځ په مناسبت
دمور غیږه زانگو وه یو تحفه ی راکوله
پخــــپله په ژړا وه حوصلـــــه ی راکوله
ارام په ده حرام و هو زما دژوند لپاره
دی ستړی دنیاگی کی ښه دمه ی راکوله
د اوښکو سره تل به ی همیش ډوډی خوړله
هو ماته دشیدو سپینه پیاله ی راکـــــــــوله
په ورو ورو ی دمینی غیږ کی داسی لوبولم
ما ویل گنی جنت دی چی وعده ی راکـــوله
غلیم نه به همیش وطن ازاد ساتی بچوړیه
همیش زما غوږو کی دا نعره ی راکولــــه
هم اوښکی به کړی پاکی دمظلومو چه رالوی شوی
د پلار او دنیکونو کارنامه ی را کـــــــــــــــولــــــه
هم هره مور نازوده چی بچی ی میرویس خان شی
ځانگو کی ورته پروت لویه تمغه ی راکـــــــــو لــه
پیـــــمانه دخدمت نه ی ته نشی لږ غافل
دا مور وه چه دپوهی یو وعده ی راکوله