د خواخوږی ادبی او کلتوری ټولنی د خواخوږی پیغام
نيټه: ۲/۴/۱۳۹۲ - ۲۴/۶/ ٢٠١٣
کابل – افغانستان
په ډیری خواشینی سره مو خبر ترلاسه کړ چه نومیالی شاعر، ليکوال ، فيلسوف ، مخکښ اديب او تاريخ پوه ښاغلى پروفيسور راز محمد راز د دوه شپيته کلونو په عمر په حق ورسید.
انا لله و انا الیه راجعون
ښاغلی راز د ۱۹۵۱ کال د مارچ په لومړۍ نيټه د ملک دين محمد ترين په کور کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې، لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يي د پښين په سيمه کې وکړې او نورې زده کړې بيا د بلوچستان په پوهنتون کې او په کال ۱۹۷۵ کې د کراچۍ دپوهنتون څخه د تاريخ په برخه کې ماسټري تر لاسه کړه.
خدای بخښبلی راز د ژوند تر وروستي کلونو پوری په ډيرو کالجونو کې درسونه ورکړل او د مرګ تر ورځی قلم کښی نښود، خو پر دغه وتلی فلیلسوف، شاعر، ناول او تاریخ ليکونکی سرطان بالاخره زور سو او د نوموړي ژوند ته يي د پای ټکی کښيښود .
دخواخوږی ادبی او کلتوری ټولنه د اروښاد راز مړينه يوه لويه ادبی او فرهنګی ضايعه بولی، ارواښاد ته جنت الفردوس و کورنی، دوستانو، ادبی، کلتوری او ټولنیزو ټولنو ته د خواخوږی مراتب وړاندی کوی.
روح دی ښا د وی
په درنښت
د ټولنی مشر