دلوړو او ثانوي زده کړو لپاره
دلوړو او ثانوي زده کړو په ډګر کي داويسټا خصوصي تعليمي مؤسسه په لاندي ځانګړتياوو او په نوې بڼه په کار پیل کړی دئ:
Ø په زړه پوري علمي چاپېريال
Ø دنوي ټکنالوجۍ په مټ دتجربه لرونکوښوونکو لخوا ښوونه او روزنه
Ø دداخلي او خارجي استادانو لخو تدریس، چي دلسانس، ماسټرۍ او دکتوره ترکچي پوري يې زده کړي کړي دي
داويسټا خصوصي تعليمي مؤسسه چی دمعارف وزارت سره ثبت لري، تر څو فارغين يې داسناد منافعو څخه ګټمن سي همېشه کوښښ کوي، چی دمعارف په برخه کي دافغان ولس لپاره بې ساري خدمتونه وکړي، همدا وجه ده، چی نوموړي تعليمي مؤسسې دتېروڅوکلنو په جريان کی يې دتجارتي مدیریت (DBA) او کمپوټر ساينس (DCS) په رشتو کي دڅلورلسم ټولګی په سلګونو زده کوونکي فارغه کړي او جامعې ته يي دخدمت په موخه تقديم کړي دي. ددې څخه علاوه اویسټا په سلګونو زده کوونکي یې د انګريزي ژبي، کمپيوټر زده کړي، محاسبي، اداري، بشري منابع او داسی نورولنډمهاله کورسونو څخه فارغه کړي دي.
اوس داويسټا خصوصي تعليمي مؤسسه پلان لري ، چي دراتلونکي تعليمي کال لپاره ددولسم ټولګی څخه فارغه زده کوونکي د ديارلسم او څلورلسم ټولګی لپاره په لاندي رشتو کی ومني:
· Diploma in Business Administration (DBA)
· Diploma in Computer Science (DCS)
همدارنګه اويسټا دمنځنۍ او ثانوي زده کړو دزده کوونکو لپاره لاندي کورسونه په پلان کی لري:
شماره | مضمون | منځنی ښوونځی | لیسه |
1 | رياضي | داووم څخه تر نهم ټولګی پوري | دلسم څخه تر دولسم ټولګی پوري |
2 | فزيک | داووم څخه تر نهم ټولګی پوري | دلسم څخه تر دولسم ټولګی پوري |
3 | هندسه | داووم څخه تر نهم ټولګی پوري | دلسم څخه تر دولسم ټولګی پوري |
4 | کيميا | داووم څخه تر نهم ټولګی پوري | دلسم څخه تر دولسم ټولګی پوري |
5 | بيولوژي | داووم څخه تر نهم ټولګی پوري | دلسم څخه تر دولسم ټولګی پوري |
6 | دکانکور دامادګۍ | کورس |
ديادوني وړده ،چي د کانکوردامادګۍ کورسونو به د کندهارپوهنتون اود عالي لېسودمجربواستادانو لخواتدرسيږی.
دکمپيوټر، انګريزي ، حسابدارۍ،ادارې او نور لنډمهال کورسونو ليست په لاندي ډول دئ:
Major Program | Sub-Program | Book/Class | Duration (Month) |
English | Let’s Go | Book 1 through 4 | 4 months |
English | Certificate in English Language | Connection, Departure and Destination | 8 months |
English | Diploma in English Language | Red, Blue and Green Interchanges | 12 months |
English | English for Professional Purpose | Special Conversation and Grammar | 6 months |
English | TOEFL | TOEFL Test Preparation Course | 4.5 months |
Computer | Basic Program Package | Ms. Windows, Ms. Word and Ms. Excel | 5 months |
Computer | Advance Program Package | Ms. Access | 2 months |
Computer | Graphics Program Package | Adobe Photoshop and Corel Draw | 4 months |
Computer | Basic Internet Package | Internet | 1 months |
Computer | Hardware | A+ Certification (General Hardware Package) | 2 months |
Computer | Networking | Introduction to IT (Information Technology) | 2.5 months |
Computer | Networking | Cisco Certified Network Associate (CCNA) | 2.5 months |
Computer | Networking | Microsoft Certified IT Professional (MCITP) | 2.5 months |
Computer | Software Programming | Software Engineering and Software Development | 12 months |
Special Courses | Short Term | Accounting, Finance, Leadership, Management, Project Management, Marketing, Business Communication, Personal to Development and others | 2 months per subject |
يادونه:
ټول هغه زده کوونکي ،چي د ددولسم ټولګی څخه په لومړۍ، دو همه او دريمه درجه فارغه سوي دي هغوی ته په لنډ مهاله او په مسلکي او عالي تعليماتو کی % 15 او ټولو خویندو ته 25% تخفيف ورکول کېږي.
نو په اخره کي ستاسو څخه هيله کېږي، چي ددي طلایی فرصت څخه ګټه واخلی، همدا اوس تاسو کولای سی چی دخپل خوښي درشتي لپاره خپل نومونه داويسټا خصوصي تعليمي انستیتوت سره په لاندنی پته ثبت کړی او دمنافعو څخه يې ځانونه برخمن کړئ.
پته: دامنیه قومندانی زاړه تعمیر ته څیرمه، کابل شاه، لومړی ناحیه – کندهار ښار
داړیکو شمیری:+93 (0) 704 03 1552, +93 (0) 799 66 7003, +93 (0) 30 200 4894
بریښنالیک: avesta.kdr@gmail.com
داويسټا خصوصي تعليمي مؤسسي دجواز دثبت شمیره: 1389/9/23 - 449