ددی دردمند سړی د درد دختمیدو لپاره
باداره راکړی یو ملهم د جوړیدو لپاره
د مین زړه لکه غنم پر دغه منځ چاودلی
ټول به دعا کړو ددی زړه د رغیدو لپاره
ستا دنازکو او پستو شونډو د رنګ په خاطر
لب سیرین دی راسره د سره کیدو لپاره
د مینانو د وصال او د دیدن په تمه
له ډیره وخته انتظار ددی شیبو لپاره
یو ځل می ولید عثمانی اوس می له خیاله نه ځی
د انتظار لحظی شمیرم د بیا لیدو لپاره