زمونـږ به مينه که نفرت ؤ چې کور مو جوړ وو ؟
کـه نه يـو بل ته مو حرمت ؤ چې کور مو جوړ وو ؟
ته وي محبـوره له خپـل زړه او زه له خپـل زړه مجبـور
دا يـو څـرګـنـده حقيـقـت ؤ چې کـور مو جوړ وو
زه دی پټۍ وم د پـرهـر ته مې مرهم د زخم
اړ وو يو بل ته ضـرورت ؤ چې کـور مو جوړ وو
نه دي ساتـلـي خو مات کَړَي مو هم نه دي زړونه
زمونږ په منځ کې صـداقت ؤ چې کور مو جوړ وو
پټ ؤ په زړه کې خو ښکاره نه ؤ په شونډو اظهـار
ښکـاري د زړونو محبت ؤ چې کور مو جوړ وو
تا به کـتـل ما ته او ما به د احمـد سترګو ته
لکـه چـې دا يـو نزاکـت ؤ چې کور مو جوړ وو