غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55759
روغوال
دخبریدو نیټه : 2013-06-27

  

 د شرق او غرب جګړوکښی بی ګنا ه زمونږ بچیان مري -
د لته افغا نا ن مري ورونو هلته ام افغا نا ن مري -

لس کاله روسا نو زمونږ ملک کښی نخري وکړي -
مونږ ټولو افغا نا نو ورسره ښی جګړي وکړي -
روسی بمو د لاسه لا اوس هم ډ یر انسا نان مري -
د لته افغا نا ن مري ورونو هلته ام افغا نا ن مري -

پردي د خپل بمونو او طیا رو کړي امتخان -
زمو نږ په پا که خا وره د و سلو کړي امتخان -
پدي او په هغي را نه ښا یسته ښکلی زلمیا ن مري -
د لته افغا نا ن مري ورونو هلته ام افغا نا ن مري -

راځۍ چی سره یو شو سوله وکړو نور پخپله -
د سو لي تیږه کښیږو غیږه ورکړو یو تر بله -
زمو نږ په اتفاق با ندی د سولي د ښمنا ن مري -
د لته افغا نا ن مري ورونو هلته ام افغا نا ن مري -

(روغواله) خدای دی پوه کړي لر او بر ټول افغا نا ن -
په سو له دی راضي شي نور د دی خاوري بچیا ن
 بس دی نور جنګ بس دی په جنګو کښی ټول شیا ن مري -
د لته افغا نا ن مری ورونو هلته ام افغا نا ن مری -