ستا غوسه دکاڼې وار دى بـــل څه نه دي
دتېرې تورې ګـــوزار دى بل څه نه دي
مينتوب دى ليونتوب دى داڅه ژوند دى
ستړى ستړى انتظار دى بـل څــه نه دي
موږه عشق کې ګوره سرپه څرمن واوښت
بس اېلــه ګرم بـــازار دى بل څه نه دي
دژوند ټولـه شتمني يې مرګـي لــوټ کړه
لا س ور وړى نشمه ټــــکه به راله راکړي
دا کمڅۍ نه ده دا مار دى بل څه نه دي
تورې خاورې خړ مزار دى بل څه نه دي
په غزل کې د چې توري په ګــــډا کړل
((نوراني)) دا ابتکار دى بـــل څه نه دي
٩_٤_١٣٩٢ د پروژې باغ