د کابل ادبي بنډار نهمه غونډه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55814
مجيب الرحمن محمودي
دخبریدو نیټه : 2013-07-02


د سهار چای مې لا نه و څښلی، چې مبایل مې وشرنګېد، حبیب وقار و. د کابل ادبي بنډار نهمې غونډې ته يې د تګ یادونه وکړه، هو مې ورته وویل، وعده مو په دې وشوه، چې د پخوا په شان به په خپل وخت ورځو.
زه معمولا وختي د سهار چای څښم، په دې ورځ ځکه وځنډېد، چې د جمعې ورځ وه، د چنګاښ د میاشتې اوومه نېټه وه، د تېر په شان نن هم له وقار سره په موټر سایکل د غازي محمد جان خان مېنې ته ورسېدو.
د ښوونځي انګړ خالي ښکارېده، پرته له دوو ځوانانو نور څوک د بنډار لپاره په ټاکلي ځای کې نه تر سترګو کېدل، په لاره کې هم دا تشویش را سره ؤ، چې غونډې ته به څوک راشي او کنه؟ ځکه چې د تېر په څېر د غونډې د ورځې لپاره په وېبپانو کې خبرتیا نه وه خپره شوې.
د غونډې لپاره ټاکل شوی وخت لا نه ؤ پوره، چې په ډېرو ځوانانو مو سترګې خوږې شوې. تر خړې خیمې لاندې ډېر د ادب ستوري وځلېدل. د غونډې وياند کمال راغلو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او محمد یاسين امین ته يې د څو مبارکو آیتونو د تلاوت بلنه ورکړه.
ددې غونډې مشر حبيب وقار او مېلمه یې محمد یاسین امین وو. مجیب الرحمن محمودي د تېرې غونډې د ګډونوالو خبرې د يوه راپور په بڼه وړاندې کړې.
حبیب وقار يې راپور خوښ کړ، د راپور د زیات تفصیل په اړه یې وویل، چې لامل یې په تېره غونډه کې د کره کتنې په برخه کې زیات نظرونه او په ليکنه ډېرې خبرې وې، چې محمودي په ښه ډول را اخيستې دي. خو بیا هم ویلی شو، چې محمودي د فرهنګي غونډو راپورونه نه دي لیکلي، نو دا راپور یې ډېر ښکلی لیکلی، خو بيا هم ځينې اضافي کليمې لري.
کمال هم راپور وستایه، ښکلی او روان یې وباله، خو د ځینو اضافي کلیمو او موضوعاتو نه راوړل یې نور هم د راپور په ښکلا کې ګټور ټکي وبلل. لکه د راپور په پای کې چې د مالي توان په اړه خبرې شوې.
کریم الله شهزاد د راپور د لیکلو په ډولڅه ونه ویل، هغه د ځینو يو ډول کلیمو د لوستلو په اړه يې یادونه وکړه. ويې ويل، ځینې کلیمې دي، چې شکل یا بڼه یې یوه خو ماناوې یې بېلې دي، لکه انعام، چې د الف په زور سره یوه مانا لري او د الف په زېر سره بله مانا، نو په لوستل شوي راپور کې هم په کار ده، چې د (مبارزه) په کلیمه کې د (ر) توری د زور په ډول ولوستل شي، ځکه که نوموړي توري ته زېر ورکړل شي بله مانا ورکوي، چې دلته یې راوړل سم نه ښکاري.
محمد یاسین امین هم راپور خوښ کړ، زیاته يې کړه، په راپور کې ځینې داسې کلیمې راوړل شوې وې، چې راپور یې په ډېرو ښکلو تصویرونو سره پوښلی ؤ، لکه په یوځای کې د یوه ماشوم په لاسونو د هغه د مور له خوا د نېکریزو اېښودلو جمله، چې دا جمله هر چاته خپل ماشومتوب او د مور مینه وریادوي.
دا چې په تېره غونډه کې پتیل شوې وه، چې خورشید احمد فطرت به د کره کتنې لپاره شعر وړاندې کوي، فطرت یو نظم چې د اختر په اړه یې لیکلی ؤ د کره کتنې لپاره ولوست.
نظم په دې بيتونو پيل شو:
اختره مه راځه رنځور کلي ته
له غمو ډک په وینو سور کلي ته
چې مو ښکلاوې پکې ټولې وسوې
داسې انګار داسې تنور کلي ته
دا بیتونه ټولو خوښ کړل، روان یې وبلل، محمودي وویل، پیل یې ښکلی دی او هم یې په زړه پورې موضوع را اخیستې، همدارنګه یې په دغو دوو بیتونو کې د هېواد حالت انځور کړی دی.
(کلي مو وران دي دودونه ښکاري)
د هر زلمي زړه کې دردونه ښکاري
نه هغه کلی ها ګودر پاتې دی
اوس کنډواله دی ډاګونه ښکاري
ځینو ګډون کوونکو پورتني دوه بیتونه هم خوښ کړل، خو محمودي د ستاینې تر څنګ ځینو ټکو ته اشاره وکړه، لکه په لیکنه کې د یاګانو سمه کارونه، او همدا رنګه په لومړي نیم بیت کې، د (تور) کلیمه زیاتول؛ څو د بیت وزن برابر شي، ده زیاته کړه، د دویم بیت لومړی نیم بیت یوه مانا ورکوي او ستا موخه بله ده، لوستونکی او یا اورېدونکی فکر کوي، چې کلی نه دی پاتې خو ها ګودر پاتې دی، نو که ولیکل شي، چې نه هغه کلی نه ګودر پاتې دی، د لیکوال موخه او د بیت مانا به یوه شي.
محمودي له دغو بیتونو څخه وروستی نیم بیت هم لږ بې خونده وباله، ده وویل، چې ډاګونه نه کنډوال کېږي، ځکه ډاګونه څه نه لري چې کنډواله شي، که د دې پرځای ولیکل شي، چې اوس کنډواله کلي کورونه ښکاري بیت به ډېر ښکلی شي.
وقار هم بیتونه خوښ کړل، خو په بیتونو کې یې د موسیقیت نه شتون وښود، ده په شعر کې موسیقیت د شعر د ښکلا یو شرط وباله، په وروستي نیم بیت کې د محمودي د نظر د تایید تر څنګ دا هم وویل، چې دلته د بیت وزن مات شوی، که داسې ولیکل شي، چې، ( ټول کنډواله دي اوس ډاګونه ښکاري) هم به یې وزن پوره شي او هم به یې مانا سمه شي.
خو امین وویل، چې وروستی نیم بیت نه دی مات شوی، له لیکوال څخه ټایپي تېروتنه شوې، اصل داسې لیکل شوی، ( اوس کنډواله دیه ډاګونه ښکاري) ، چې دا ډول یې ټولو خوښ کړ او ښکلی یې وباله.
اختره اوس مو کلی غم نیولی
زمونږه دواړو سترګو نم نیولی
زموږ ګلزار او ګلشن دواړه سوځي
اوس خو بورا ظالم صنم نیولی
په عامه توګه بیتونه د ګډون والو خوښ شول، خو محمودي د وروستي نیم بیت په اړه وپوښتل چې دې نیم بیت په مانا او هدف پوه نه شوم، ځکه موږ بورا او یا هم صنم ته څنګه د ظالم خطاب وکړو، د غونډې ویاند هم دا خبره تاید کړه او ویې ویل، چې په دې اړه به له کره کتنې وروسته خپله لیکوال خبره وکړي. وقار وويل چې بورا او صنم يو هم ظالم نه دی نو که دا بيت بدل نه شي معنی نه ورکوي.
زموږ افغانانو یې حریت وړی دی
زموږ له زړو یې محبت وړی دی
موږ افغانان خو خوشالی نه لرو
خپلو کې وژنو ورورولي نه لرو
لومړی د غونډې مشر وقار وویل چې بیتونه د مانا په لحاظ ښکلي دي، خو دا چې نظم تر دې ځایه په څلور بیتي سره روان دی او دلته دوه بیتي شوی دی، زما له نظره دا یوه نیمګړتیا ده، چې دا خبره محمودي، کمال او ځینو نورو هم ورسره تایید کړه، محمودي وویل، نظمونه معمولا تر آخره پورې څلور بیتي بڼه لري، خو شهزاد وویل، چې دا نه ده مهمه چې تر آخره دې څلور بیتي وي یانه، ځکه نظم هغه دی، چې تنها مقطع او مطلع ولري او د لومړۍ مطلع دواړه مصرع یې هم قافیه وي او د نورو بیتونو دویمه مصرع یې د مطلع قافیه تعقیب کړي. نو زما له نظره د فطرت په نظم کې د بڼې په لحاظ هېڅ نیمګړتیا نه لیدل کېږي، خو محمودی د شهزاد په ځواب کې وویل، چې که شعرونه د بڼې له مخې یو له بل سره توپیر ونه لري، نو موږ به د شعرونو ډولونه څنګه پیژنو، لکه، رباعي، مخمس، توشیح، نظم، قصیده او نور.
همدارنګه محمودي په دویم بیت کې د (خو) کليمه چې څنګ په څنګ دوه ځله راغلې لږ څه بې خونده وبلله. ده وویل: که د (خو) پر ځای ( هېڅ او یا هم، نن) راشي یوڅه ښکلا به یې زیاته شي او سکتګي به یې هم له مینځه لاړه شي، چې دا خبره نورو هم ور سره ومنله.
اختره مونږه به ستا هلته احترام وکړو
د ستا راتلو ته به په دوو لاسو سلام وکړو
که مو وطن ته امنیت راولې
زمونږه زړو ته محبت راولې
بیتونه زیاتره ګډون والو د مفهوم او مانا په لحاظ خوښ کړل، خو امین د دوه لومړيو نیم بیتونو وزن زیات او د وروستيو دوو نیم بیتونو وزن يې کم وباله.
اختره هلته به له تا څخه لمانځنه وکړو
درنه به یوه نړۍ مننه وکړو
زخمي وطن ته که دې وینه ورکړه
زمونږه زړونو ته دې مینه ورکړه
پورتني بیتونه ګډون والو خوښ کړل، ټولو روان او ښکلي وبلل .
د نظم وروستي بیتونه داسې وو:
فطرته یو ځل که وطن ودان شي
د زده کړې لار باندې افغان روان شي
بیا له تورتم نه روڼ سحر جوړېږي
د ژوندون هره ورځ اختر جوړېږي
ګډون کوونکو دا بیتونه هم خوښ کړل، فطرت ته یې د لا بریاوو هیله وکړه.
د کره کتنې په پای کې فطرت هم له ټولو کره کتونکو مننه وکړه، د دوی نظرونه یې د درناوي وړ وبلل او د هغه بیت په اړه، چې لیکلي وو، ( اوس خو بورا ظالم صنم نیولی) پرځای يې د ګډون کوونکو له خوا د یوه نیم بیت راوړل غوره وبلل، د هغې بيت لپاره ځینو ګډون والو نیم بیتی وړاندې کړل. محمودي وویل، (کوم یو ظالم بورا د چم نیولی) همدا رنګه امین وویل، که داسې شي، ( اوس خو ظالم ټاټوبی سم نیولی) هم به یې مانا څرګنده او سمه شي او هم به بیتونه ښکلی شي، چې فطرت هم بیتونه خوښ کړل او ویې ویل، چې له دغو دوو نیم بیتونو څخه به یو ورته خوښ کړي.
له کره کتنې وروسته کمال په یوه شعر سره مشاعره پیل کړه، ورپسې حبیب الرحمن مظلومیار په خپل خواږه غږ کې ګډون والو ته یو نعتیه کلام واورولو، ورپسې ګڼو شاعرانو ، لکه امام الدین، اسد الله، ګل احمد، مجیب الرحمن محمودي، خورشید احمد فطرت او ځینو نورو شعرونه وویل، همدا رنګه د مشاعرې په یوه برخه کې محمد یاسن امین د رحمان بابا یو شعر په خپل خواږه آواز کې ترنم کړ، چې د غونډې زیاتره ګډون وال یې وزنګول، همدارنګه د مشاعرې په وروستیو کې د غونډې مېلمه امین او د غونډې مشر وقار هم د غونډې په اړه خبرې وکړې، دوی دواړو غونډه وستایله، وقار وویل، غونډه ښکلې وه، د فطرت صیب شعر هم ښکلی ؤ، که په دا ډول کره کتنو کې یوڅه برخه واخلي، نور به هم تکړه شي، ځکه دا د زده کړې ځای دی، بله دا چې دلته هرڅوک باید د زده کړې په موخه راشي، هرڅوک باید هڅه وکړي، چې راپور ولیکي، د راپور لوستلو پر مهال باید پام وکړي، چې کوم ټکی باید په پام کې ونیول شي، راپور باید څه ډول ولیکل شي، په کومو کلیمو راپور ښکلا پیدا کوي او داسې نور.
وقار دا هم وویل، چې غونډه بايد تر یو چا پورې ونه تړو، ځکه چې دا غونډه د ټولو د، تل او پر خپل وخت باید ترسره شي او هرڅوک باید یو څوک ورته را وغواړي؛ ترڅو دغه غونډه لا پراخه کړو، بله دا چې د کره کتنې پر مهال که له اضافي خبرو څخه تېر شو او پر اصل موضوع خبرې وکړو، ښه به وي، له یوې خوا به وخت نه وي ضایع شوی، او له بلې خوابه اصلي موخې ته رسېدلي وو.
د وقار له خبرو وروسته د راتلونکې غونډې د اجنډا په اړه هم وویل شول، چې د کره کتنې لپاره به کریم الله شهزاد خپله یوه مقاله وړاندې کوي، په همدې سره د کابل ادبی بنډار نهمه غونډه پای ته ورسېده.