شیرینه ښایسته وه ډېره ښکلې په سامــان
وه پــــــرّ دې بـــــانــدي مـیـن دوه مــیــنـان
خـسـروپروېـز وو نـمـسی د نوشـېـــــــروان
فرهاد توږونکی دډبرو ووعادي انسان
یــوباچا وو، چــي درلــود يې لـوړ مــقام
بل ډبرتوږونکی، په ځان پوري حــــیران
خــو وه دواړه مــیـن پـرډېر ښکلي جمال
ســوزدمـیـني وو د دواړو په لـوړشــــــان
واستـاوه خـسـرو فـرهــاد دغـره کیندلوته
آنـد ئې کا،چـي فـرهاد به رانسي آســـــــان
لــري ډېــره ښه کیسه شیـریـنه او خســــرو
دغـسي شـیـرینه اوفـرهاد لري داستــان
وایي ځیني په استوګنه وه شیرینه یونانې
ځـیني ئې بــیا بـــــولي دا د خــــــوزسـتـــان
مــائې دلــتــه یــو څه لـنـډه کیســــه وکــړه
عشق اوعاشقۍ ئې پراته دي په داستــان