مرګ او ژوند دواړه اوسیږي په یو کورکې
محوه کیږي خاوري کیږي په یو ګورکې
چې ژوند نه وي مرګ هم نشته که څوک ځیرشی
نه په پلار کی چا لیدلی نه په مورکې
خــــــاتمه یي ده یوه په یو زمان کې
چې ژوند نه وي مرګ هم نشته په هیڅ لورکې
یو په بل کــــــــې ننوتي عاشقان دي
یوه عجیبه تراژیدي ده په دي سورکې
باروت خپله شي نابود خپل انفلاق کې
که چاودنه یي هم څومره وي په زور کې
د مؤمین دوزخ آواز کې د رباب دی
هندو وایی ځما جنت دی ټنګ تکور کې
د یــــــوه فکـــــر نه بل فکـــــر ته ولاړم
د(آشنا)تر څنګ واړه دي ډیر په شور کې