بس کړۍ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55848
مالیار
دخبریدو نیټه : 2013-07-04

          

ای  د  څوکیو  لیونیانو  بس  کړۍ

د  قدرتو  د  سر  لیوانو بس  کړۍ

پخوامو په کور کې کوم ګوډ خر لرلو؟

نن په خارج کې بانکدارانو بس کړۍ

تاسو په  نس  باندې هیڅ نه مړیږۍ

د  بد بختیو  ښامارانو   بس  کړۍ

دا بیتالمال و وایۍ  چاچور  کړلو؟

چپاولګرو    بدماشانو   بس   کړۍ

د ملت  ځمکې  خو هم تاسو چور کړې

ولې  بیرحمو  غاصبانو  ؟  بس کړۍ

د خپل  د  مور  غوښې  مو  وخوړلې

د قبرستان رنګ رنګ چنجیانو بس کړۍ

ماشوم سپینګیري او ځوانان شهید شول

ولې  بیرحم  جنګسالارانو  ؟ بس  کړۍ

په هره لویشت کې قبرستان لرو مونږ

بس  کړۍ  جابرو  قاتلانو  بس  کړۍ

خلک اوس پوه شول نورنو نه غولیږي

ای د تبعیض ټیکه دارانو  بس  کړۍ

دا د  حساب وخت  خو به  راشي اخر

د  پاک  الله  شرمنده   ګانو بس کړۍ

حفیظ  ملیار  د  ملت  درد  وایمه

ای  حرامخوره   ټپسانو   بس  کړۍ