غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55849
فريد احمد تسکين
دخبریدو نیټه : 2013-07-04


چې د ځوانۍ په خوږو پوی شومه  لمبو واخيستم
څومره ارزانه د ښار ښکلو په سيکو واخیستم

 درياب نظر ته دې زه هېڅ د ټينګې پاتې نه شوم 
د ژوندانه په سحرا خلی وم اوبو واخیستم

تاچې د زړه له بدخشان څخه را وباسلم
قيمتي لعل ومه په نه بيه پردو واخيستم

د ژوندانه د روزګار مزی مې هېڅ نه غځيږي
خدای ج خبر زه د چا دسپينې خولې ښېرو واخیستم

له هغې ورځې بې قراره يم تسکين مې نشته
له کومې ورځې چې دې غېږه کې ليلو واخیستم

۱۳۹۱/۱۱/۲۸ سلواغه
پکتيا ـ اتفاق مېنه