اخ څومره د ر په د ر شو د دی خپلی نا پوهۍ نه
مهاجر په لروبر شو د دی خپلی نا پو هۍ نه
عزت وه د بد به وه د پښتون اوچت شمله وه
د غیرو په نظر شو د دی خپلی نا پوهۍ نه
د غازی د توری شرنګ تل په غوږ کښی د پرنګ
اوس خو مونږ د د وی نوکرشو ددی خپلی ناپوهۍ نه
کړو تقسیم یی په فرقو په بیل بیلو نیژاد و
څه په ګډ و وډ و سر شو د دی خپلی نا پوهۍ نه
اوس خپلو کښی جنګیږو برنا حق پکښی مړه کیږو
نن یو بل ته په سنګر شو د دی خپلی نا پوهۍ نه
ننګیا لی وه افغان قام ایما نداره لره نا م
دومره سپک لکه وزر شو د دی خپلی نا پوهۍ نه
طلا ده که لعلونه دی وطن کښی دی کا نونه
چور چپا ومولغل او زرشو د دی خپلی نا پوهۍ نه
څپی راغلی خونړۍ غرقه شوه زمونږ بیړۍ
چی ورګډ په ګم ګود ر شو د دی خپلی نا پوهۍ نه
را ته جوړ د جګړو غم ټول اوسیږو په تورتم
ژوند مو ورځ تر ورځ بد ترشو د دی خپلی ناپوهۍ نه
(روغوال) کړی د ا سی دعا خدایه(ج) راولي رڼا
ټول وطن مو کنډ کپر شو د دی خپلی نا پوهۍ نه
جلال اباد