په هره لاره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55888
محمدالله ساپی
دخبریدو نیټه : 2013-07-07


د ژوندون په هر قدم په هره لاره
مونږسره شوی ستم په هره لاره
هره لاره د ښامارخولی ته وردرومی
زړه می شو قلم قلم په هره لاره
لاروی راسره هره لار کی غل شی
جوړ شی موږ باندی ماتم په هره لاره
د پردو ناشنایانو به څه وایم
شی قاتل می خپل صنم په هره لاره
ښادی ما باندی حرامه شوه هیواده
ځی ساپی سره دی غم په هره لاره