دکوم زيارت دبام کونــتره ده وزرې غواړي
اسمان ته خيژي دعنقا غوندې شاپرې غواړي
په خوب کې تللې تصوربه ئې راويښ کړم ورته
يوه ســـوچه هــوره جنـت نه راوتلـــې غــواړي
داکوم يودرد ورله هنر ښودلې جار شــم ترينه
په نيمه شپه کې ،پرهرونه مې سندرې غواړي
راځه چې واورو سره زما ټوکر،ټوکروجـوده
څړيکه ئې لفظ راماته کړې ده خبرې غواړي
لکه کابل په غشو سر ئې زما، ساده ځيـګره
باڼه ئې کمې وې چې لاپسې لښکرې غواړي
(اريـــن )