غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55895
محیب ارمل
دخبریدو نیټه : 2013-07-07


ښکل مې کړه په مينه او لمن ته مې در وغواړه
زه د دښتې ګل يمه چمـــــــــــن ته مې در وغواړه
دلته د دوزخ  برزخ  نارې  دي  پدې  خاوره کې
راشه  بر خليکه او خــــــــــتن ته  مې در  وغواړه
ډېر کلونه تېر شول خوپه سترګو مې ونه ليدې
غږ را وکړه مورې خپل وطن ته مې در وغواړه
بل نظـــــــر مې نه ويني  خــــو تا باندې آباد يمه
ساه يمه او روح  يمه بــــــدن  ته  مې در وغواړه
ما خو له  هر څه نه  مـــخه ښه کــړې  روان  يــمه
هيله کوم يوه وروستي ديدن ته مې در وغواړه
زه به دې آرمـــــــــله  په لېمو کې يو ځل پرېوزمه
او ښکه دې شم تويې د شم تن ته مې در وغواړه
د وردګو ملي راډيو تلوېزيون
۱۳۹۲د چنګاښ دوو لسمه