لويه خدايه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55908
محمدالله ساپی
دخبریدو نیټه : 2013-07-08

 

خــــــدايــــــــــــــــــــه قام راته په ســـــــمه لار روان كړې
درخـــــــــــــــشان يې لـــــكه ســـــــــتورى داسمان كړې
دا ســـــــــــــــــپيره ډاګــونه تــــــــه باغ د عــــــــــدن كړې
هر يــــــــــــو كاڼى يې تـــــــــه لال د بــــــــــدخشان كړې
ديــــــوه لاس ګوتو پـــــــه شان يې تـــــــــه راټول كړې
يــــــــو دبـــــل نــــــه دورورې لار كې قــــــربـــــان كړې
لـــــكه نــــــــوم چې يـــــې د تــــــــورې دى جـــــهان كې
هـــــــــــم يـــــــې عـــــلم تــــــــــــه جهان واړه حيران كړې
ددنــــــــــــــــــيا قـــــــــافله ډيـــــــره لــــــــــــــــــــــرى تللې
 خدايـــــه وړانـــــــدې موږ تر دې لرې كـــــاروان كړې
انســـــــــانيت او اســــــــــــلاميت راكې پـــــــيدا كړې
د شيــــــــطان خـــــــــــويونه بيرته د شــــــــــيطان كړې
د پـــــــردو دا تــــــــــــــــور لاســــــونه خدايه مات كړې
ګوډاګيـــــــــــــــــان په غم او وير كې د خپل ځان كړې
د اغــــــــــيار پـــــــــه لاره تلل مـــــــــــــــــو پكـار نه دي
پـــــــــيروي مــــــــــــــــــــــــــــو د نبـــــــي اخر زمان كړې
ډيــــــــر د ظـــــــلم او تعــــــــــــــــــــدا وختونه تير شول
نورد خپـــــــــل رحمت په مـــــوږ باندې باران كړې
ټول جـــــــــهان مـــــــــــــــو د وطن په تما شا كړې
كڼډ كپر هــــــــــــيواد مــــــــو ټول راته ودان كړې
دسيــــــــــــسې د د ښمنـــــــــانو مو كړې شنډې
ښــــه او بـــــــــد يې واړه مـــــــونږه ته عيان كړې
جهـــــــــــــالت او بى عــــــــلمي لويـــــــــــه بلا ده
نـــــــــــــور مـــــــــو لرى دې بلا نه په يو آن كړې
پخپل كـــــــور كې تــــه د امن ژوندون راكړې
د ظـــــــــــــــــالم نــــــــه مو په امن په امان كړې
چــې بيلتون زمــــــــوږ په منځ كې سره غواړي
تــــه يې خــــپله پخپل منځ كې سره وران كړې
د وحـــــدت او دوروۍ په لار مــــــــو بـــوځې
تار پـه تار زمــــــــوږه واړه رقيـــــــــبان كړې
دا چى قــام مې يـو د بل وينو ته ناست دى
پخــپل فضل ســره يــو د بــــــل جانان كړې
دبل حـق خــــو مونږه نــــــــه غــواړو له تانه
تـــه د خپلې خـاورې مـونږه حاكمان كړې
دى هيواد نــــــــــه د جګړو كډه نور بار كړې
نور دا مړاوې چمن موږ تـــــــــه ګلستان كړې
چـې زمـوږ كـــــــــــورته د بد و په نيت ګوري
تــــه يې خپل كـــور كې پخپله پريشان كړې

ته دې خپل كور كې ژوندون دعزت راكړې
ته د خپلې خــــــــاورې مـوږه خادمان كړې
چې په ژونديې دا هـيواد ګل او ګلزارشي
د ساپي خــــدايه پــــوره دغه ارمان
په مینه