نظم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55942
مصطفی ارین
دخبریدو نیټه : 2013-07-11

مه نژدې کيږه زه دځان سره اورونه لرم
تازه، تازه لاخــبرنه ئې پرهــرونه لـــرم
زه دشـاعر دقلم اوښـکه يم ،ته شــنه له خــندا
ته که نيازبين ئې زه نازک،نازک خيالونه لرم
نور به دسرو شـوڼـډوتاوان په ســـترګو ونه منم
چې بدخشان غوندې په زړه کې سـره لعلونه لرم
لکه کابل هم په يرغل هم په بدل پوهيږم
صبر کوم ساده محل يم ګوزارونه لــرم
لږ دخيالونو په بيړۍ باندې دې خيال وساته
کله ناکله ســـمندر غوندې موجــونه لــرم
ابراهيمي جذبه مې هم له چانه کمه نه ده
مــټې لرم خـو په لاســوکې ولچکونه لرم
ماکه له شانه ديوسف غوندې الزام اخيستې
دعشق لپاره لا په مــخ کې فرصــتونه لرم
ته به دلارې سر، پال ګرباندې پالونه ګورې
زه په تــندي کې له ازله قــسمتونه لــــــرم
چې د ( ارين ) سره زړه نه تړې نصيبه ځکه
دانکــبوت غونـدې نرې، نرې تــارونه لـــرم