چی یی حل نشته دا څرنګه معما ده
هره نښه د ویشتلو مو ختا ده
د اسمان کاڼی هم داسی په موږ اوری
فلک هر وخت یخه کړی په موږ خوا ده
د وطن چی غم لړلی تاریخ ګورم
هره کرښه کی د وینو مشغولا ده
هره ورځ راځی د بلی غم لړلی
نه پوهیږوڅه خطا څه مو ګناه ده
دګلونو غوندی څانګی خاوری کیږی
کور په کلی کی ماتم دی انګولاده
سرو روسانو دلته ښه قصابی وکړه
نن یی مرګ لره راغلی امریکا ده
هم دا خپل زموږ زیات دی د پر دیو
ددوی توره خو د هر چانه بالا ده
هر سړی د خپلی وسی پوری غل دی
انصاف کډه کړی دی ځای نه پخوا ده
واړه وینم په کږو باندی سر دی
لاره ورکه دامی هم دملا ده
لږ سر ښکته کړی پخپلو ګریوانو کی
ولی برخه کی دا ستاسو تل ژړا ده
د مرګونو د فتوو صادرونکی
هغه ناست بی غمه خواته یی لیلا ده
دلته هره ورځ ماتم کول پکار دی
دلته جوړه هره ورځی کربلا ده
هره ورځ مو د ځوانانو وړی سرونه
دی وطن باندی نازله څه بلا ده
د وژلو او ورانیو بازار تود دی
د څو کالو نه جاری یوه تما شا ده
د اسلام تر پردی لاندی ګاونډیان مو
همیشه ورنه لیدلی موږ جفا ده
دړندو په شان هر چا پسی روان دی
فکر کومه دا ټولنه نابیناده
سر تر بیخه په فساد کی ډوب حکومت دی
بده دا ده د غریب خونه تالا ده
ته ویده یی د خپل ځانه خبر نه یی
ستا د سر شوی دمخکی نه سودا ده
بی وژلو یی څه زده نه دی خاونده
دا دی څرنګه مخلوق څنګه پیدا ده
ټوپک لری کړه خدمت ته یی شه وړاندی
که دی مینه د وطن سره رښتیا ده
خلاص وطنه شی د ټولو بد بختیو
د ساپی درته همیش دغه دعا ده
په پښتنی مینه