تعبیر

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 55950
نقیب الرحمن لکڼوال
دخبریدو نیټه : 2013-07-11

 

بیګا می خوب ته وی راغلی اشنا
دشنو ونو سره ګلانو منځ کې
دکوی قاف نه ښاپیرۍ وه راغلی
د ونې لاندی
غیږه کې ستار غږه و
د ونی پاڼی مونږ ته ټکې وھلی
سره ګلان
ټول په خندا و مونږ ته
ته په ګډا او زه ولاړ وم درته
کله به راغلی زما غیږی ته بیا
کله به دی سترګو باندی ښکل کړمه زه
د رنګینو یوه دنیا وه زمونږ
د ښاپیرو یوه دنیا وه زمونږ
ما مې خپل ځان پیدا کولئ نشو
دڅوشیبو یوه دنیا وه زمونږ
ښاپیرۍ ورکه شوه
له ستاره سره
پاڼی شوی وچې
د شنو ونو اشنا
درسرو ګلانو ھم رنګونه زیړشول
او ستا په سترګه کې
یوبل تصویر و
چې می خپل ځان پکې ونلیدلو
زما لاسونه دی نور نه پیژندل
مانه په منډه او په چیغو لاړی
بیګا می خوب ته وی راغلی اشنا
پوھیږم نه تعبیر به یی څه وی ګرانی