د روژې درېیمه تحفه
درنو او معززو
لوستونکو ، څنګه چی ژوند ډیر لنډ او فانی دی او د سترګو په رپ کی درومی ، نو ښه به
دا وی چی هغه څه وکړو چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو ؛ یعنی اطاعت او عبادت . نو
دا یې هم د درېیمی روژې تحفه ( ن . صمد )
دنیوي سفر
علما وایی چی موږ
داسي پیدا سوي یو چي باید شپږ سفره وکړو تر څو اصلي قرارګاه ته ورسیږو :
لومړنی سفر مو د خاورو څخه و انسانیت ته و ؛
دوهم سفر مو د پلار د ملا څخه د مور و رحم ته و
؛
درېیم سفر مو د مور
د رحم څخه د مځکي و مخ ته و ؛
څلورم سفر مو د
مځکي د مخ څخه و قبر ته دی ؛
پنځم سفر مو د قبر
څخه د حساب او کتاب میدان ته دی ؛
شپږم سفر مو د حساب
او کتاب د میدان څخه د ابدي استوګني و ځای ته دی چي یا به جنت وي یا دوږخ .
اوس موږ او تاسي د
دغه سفر نیمه لار وهلې ده او نیمه لا پاته ده . د دې دنیا څخه سفر کول او بیرته تلل موږ ته لیکل
سوي دي ؛ که خوښ یو که نا خوښ ، خامخا
به ځني ځو . نو موږ ولي په داسي دنیا کي اوږده استوګنه غواړو چي کلونه مو رباطونه
دي ، میاشتي مو منزلونه دي ، ورځي مو کیلو مترونه دي ، ساه کښل مو قدمونه دي ، او
د دې لاري غله مو ګناهونه دي ؟ د دې سفر ګټه مو جنت دی او تاوان مو دوږخ دی . نو اوس هم وختي دی او ښه به دا وی چی امتحان ته
چمتوینه ونیسو . ځکه نن د عمل ورځ ده بېله حسابه ، خو سبا د حساب ورځ ده بېله عمله
!
د عزرایل (ع) څخه
پوښتنه
وایی چی يو ځل
پيغمبر علیه السلام د ملك الموت څخه داسی پوښتنه وکړه :
اې ملك الموت ! ته
د خپل راتګ نه مخكې ولی خلكو ته خپل پيغام نه وركوې ؟ ملك الموت ورته وايي چی يا
رسول الله (ص) ! ډېر قاصدان ورته راځي ،
خو څوك پيغام نه اوري . پيغمبر علیه
السلام ورته وايي چی هغه څنګه ؟ ملك الموت ورته وايي يا رسول الله صلی الله علیه و
سلم ! چې غاښ یې ووزی دا هم يو پيغام دی ، چې نظر يې كمزوره سى دا هم يو پيغام دی
، چې ضعيف سى دا هم يو پيغام دی ، چې ويښته يې سپين سي دا هم يو پيغام دی ؛ دا ټول
پيغامونه دي ، خو خلك ځانونه نه پوه كوي .
هو ، که دغه خورا
دقیق او عمیق حدیث ته ښه متوجه سو نو ثابته به سی چی د وخت تېره او پرېکنده توره
زموږ د ژوند رګونه پرې کوی خو موږ په اصطلاح په توده وینه کی یو او نه یې احساسوو
. له همدې کبله راځی چی د سبا ( نامعلوم ) امید پرېږدو او که کوم نېک عمل کوو همدا
اوس یې پیل کړو . سبا چا لیدلی دی ؟ آیا سبا به ووینو که یا ؟ آیا په ساه باور سته
؟ فلهذا ، اوس هم ناوخته نه دی او موقع باید له لاسه ورنکړو .