دسپيڅلي ژونـــد هــــوا وه خو اوس نشته
لپــــه لپـــه ددعـــــــــا وه خــــو اوس نشته
دخفګان دتــــور تـــمونو پــــه محفل كښي
په يقين يــــــــد بيضا وه خــــو اوس نشته
خپـــل احساس دحقيقت په نيستۍ پوه كړم
راسره لــــكه دنيــــا وه خــــو اوس نشته
كنډوالـــــــــي دي داټــــول كلي ځكه هغه
پــــه قـــــرآن ام القراي وه خو اوس نشته
پردۍ مورتـــه عمري مور ويل ګران دي
خپلــه مور په تاكي ستا وه خو اوس نشته
۰۰۰۰
په درناوي
سهيلي پښتونخوا مسلم باغ