وحدت روح د یو ملت لار د نجات ده
دغه لاره د پایښت او د حیات ده
او چې پیدا کله نفاق شي کوم ملت کې
تباه کیږي په تاریخ کې دا اثبات ده
ځان ځاني لکه د اور چې سړی سوزي
خطره د دې بلا په هر اوقات ده
چې د کېش په رنځ اخته لکه وچ بت شي
بې له شکه یي نتیجه دلالت منات ده
او چې د ټول ملت رښتنی خدمتګار وي
دغه لاره ډیره ښه د مساوات ده
د لېوه په څیر چې خوري د خلکو غوښې
تعجب نه دی دا خاصه د هغه دذات ده
څوک چې ژوند ګوري د نوروبدمرغیو کې
له ویښته ورته نرۍ لار د صراط ده
کوم ملت چې وي یو موټی او یو لاس وي
(آشنا) دا یـــــــی سمـــه لاره د نجـــات ده