تشنه لب چه میکدی نه رندان درومی
دعشق کو رنه می دمینی جانان درومی
شړق دزلفو دی رخسار هسی څرګند کړ
چه بریښناشي نو له وریځو باران درومي
ستا وصال به می تازه دزړه چمن کړي
چه سپرلی راشي نو خپله خزان درومی
سمندر می شو ژوندون په څپوراغی
عمر ګوره چه په مخ دتوپان درومی
تم به نشي په دالار هسی سفر کړي
ډیر چابک می دکلونو کاروان درومی
له کوم وخته می ده لار ورته نیولی
په دی لار می دزخمی زړه درمان درومی
خپه نیولی خپه نیولی ګل عزیز شو
دیار کلي ته دا سپي غمازان درومی
کابل- کارته نو
۲۹/۶/ ۱۳۹۱