غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56188
روغوال
دخبریدو نیټه : 2013-07-23

 

چی روانه خود سري وی دا وطن کله جوړیږی-
چی حاکمه زور واکي وی دا وطن کله جوړیږی-

چی قا نون په ټولو خلکو باندی یو شان تطبیق نشی -
چی حکومت کښی غداري وی دا وطن کله جوړیږی-

د افعان په پاکه خا وره باندی وشول ډ یرظلموونه-
چی د خلکو بی عوري وی دا وطن کله جوړیږی -

یو یی پورته کړواسمان ته بل د بوسوجوړکسکرشو-
چی نظام سرما یه داري وی دا وطن کله جوړیږی-

د یوه لاسه ټک نه خیژي تیر شوی دا متل دی-
چی هرځای کښی ځان ځانی وی دا وطن کله جوړیږی-

چی بد لون راوړی وطن کښی ورونوهغه شازلمیان دی -
بی احساسه چی زلمي وی دا وطن کله جوړیږی-

ای (روغواله) علم پوهه هر افعان لره ضرور ده -
مل زمونږ چی ناپوهي وی دا وطن کله جوړیږی