وطـــنه نوم چې دې زه كله اخلــــم
زه يې هـــر وخت د زړه له تله اخلم
هيڅ نــه مړيږمه دا ســــتا په ذكر
كـــــــه نـــوم دې ګرانه په سل ځله اخــلم
څوك بــه جنت نه دومره خوند وانخلې
لـــــــــــكه چې زه يې د كــــابـله اخــــــــلم
څــــومره لذت چې دې زه وړم له خاورو
دومــــــــره باغچو او نــــــــه له ګله اخلم
چې چــــا كـړې وران چا دې بچي وژلـي
بــــــدل پـــــــــردو هـــم به له خپله اخلــم
چې ستا په نوم مې كوشيريږي زړګـئ
د بل چا نـــــــوم بــه نو زه څله اخلـــــــــــم
ساپى وايې كلــه چې له خوبه جګ شم
هر چــا نـه ستا نــوم په اولــــه اخلــــــــم