د شهيد ډاکټر صميم الله صميمي په ياد کې
زمانه ده دا خبرې پیدا کیږي
چې یاران هم پناه کیږي جدا کیږي
د صمیم د ژوند داستان څومره عجیب دی
چې دوستانو ته سپیڅلی او قریب دی
د خپل علم نتیجه یې کړه ترلاسه
د خپل ویاړ شهادت نامه یې کړه ترلاسه
چې شو سم پرې پسرلی د نوي ژونده
شو جدا د زنده ګۍ له دغه خونده
خپله مینه یې چې وغوړیده ګل شوه
زنده ګي یې د خوبانو په ځنګل شوه
چې د نوي ژوند ملګري یې پيدا شوه
چې د هیلو پسرلي کې یې رڼا شوه
تورې خاورې یې په خوله شوې په ځوانی کې
یار یې پاتې شو تنها په جدایی کې
د واده ټول نشانونه یې پراته وو
چې میاشت وروسته یې د قبر خواته تله وو
عجیبه یې په خپل ځان دې څنګه زړه شو؟
خپل قلم دې وچ د خاورو په کاته شو
دا دې څه وکړل چې خپل ځان دې برباد کړ
راته جوړ دې د ځوانی وختونو یاد کړ
لوی سفر دې بې خطره شه صمیمه!
خدای دې تل لري ستا یاد او د ستا مینه
یاد دې پاتې د عارف سردار جهان ته
خو خپل ځان دې بوتلو لاړې قبرستان ته
روح دی یی ښاد او اباد وي