غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 56351
مصطفی ارین
دخبریدو نیټه : 2013-07-31

 

زه ګرم نه يم رخسار ئې له اختياره وويستم
دعمر تصوره تاله کاره وويسم
که نه دښکلو،ښکلو په ليدو څه پابندي ده
قاتل،قاتل کتل ئې زه له ښاره وويستم
هستي مې هسې نه چې کائينات پرې خبر نه وي
يوستورې وم اسمان هم له مداره ووستم
ماڅومره تسلي ورکړه خپل زړه ته ستا لپاره
پرهره ټوله شپه دې له قراره وويستم
( ارينه) چې سينه مې ترې خپو تلې ښکلوي
تصويرئې کړم له خاورو ،خدای په لاره وويستم